د څېړنیز مرکز پېژندنه او مرامنامه
ملالۍ څېړنيز مرکز د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې په تشکيل کي د علمي چارو معاونيت تر مديريت او څارني لاندي په ۱۳۹۷هـ ل کال کي جوړ سو او په فعاليت یې پيل وکړ. یاد مرکز يو آمر او د پوهنتون په کچه د څېړنو سمبالولو يوه کمېټه لري چي د هر پوهنځي استادان پکښي غړیتوب لري او هره منظمي غونډي دایروي. د دې ترڅنګ په دواړو پوهنځيو کي د څېړني فرعي کميټې شتون لري
لیرلید
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څېړنيز مرکز به په ملي او نړۍ واله کچه د روغتيايي او ټولنيزو څېړنو په برخه کي پېژندل سوی مرکز وي
رسالت
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څېړنيز مرکز د علمي کادرونو، محصلانو او نورو همکارانو په مرسته په ملي کچه روغتيايي او ټولنيزي ستونزي څېړي او حل لاري ورته پیدا کوي
ارزښتونه
- اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو ته درناوی
- د پوهي او مهارتونو شريکول
- نوښت او هڅونه
- همکاري او ګډ کار
ستراتيژيکي موخي
- د څېړنيزو فعاليتونو انسجام، لارښوونه او هڅونه
- د څېړني په برخه کي د استادانو او محصلانو ظرفيت لوړونه او عامه پوهاوی رامنځ ته کول
- په ټولنه کي د روغتيايي او ټولنيزو څېړنو په مرسته ستونزي درک کول او حل لاري ورته پيدا کول