زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د تضمین کیفیت دوهم پړاو بریا



ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوني دوهمه مرحله د ۸۴.۶۲ نمرو په ترلاسه کولو سره پّه بریالیتوب سره پاس کړي. د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت تضمین او اعتبار ورکوني ریاست د افغانستان د ټولو خصوصي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسساتو ته د اعتبار ورکولو د نمراتو په نوملړ کي ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې څلورم مقام خپل کړي د همدي مقام ترلاسه کولو په خاطر ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د بریالیتوب نمانځغونډه نیولي وه

یاده غونډه (سه شنبه-1398/8/28) د کندهار په تاج محصل صالون کي د تضمین کیفیت په دوهم پړاو کي د بریا نمانځغونډه د کندهار ولایت د دولتي او خصوصي سکتورونو استازو، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو، استادانو، محصلینو او نورو مېلمنو په حضور کي ونمانځل سوه

غونډه د کلام الله په مبارکو آیتونو پیل سوه، د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار عبدالمالک نیازي د پوهنتونونو په شمېر خبري وکړي او د تضمین کیفیت پروسه ئې په لنډ ډول تشریح کړه.

د کندهار عامي روغتیا استازي ښاغلي احمد الله فیضي په کندهار کي د نویو راغلو مثبتو بدلونونو او لاسته راوړنو په اړه مهمي خبري وکړي او د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه ته ئې د بریا مبارکي وویله

د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي اسدالله انعام د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکوني ریاست را استول سوی مکتوب ولوست

ډاکټر قدرت الله احمدي د کمیت او کیفیت له پلوه د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې وضعیت بیان کړ او ډاډ ئې ورکړ چي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د پرمختګ لپاره به هڅي هیڅکله و نه دروي

د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات هم د بریا د مبارکۍ ترڅنګ ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه د ظرفیت او علمي کادرونو د روزني په برخه کي ستر بنسټ یاد کړ او زیاته ئې کړه چي هیواد کي اوسمهال باکیفیته لوړو زده کړو ته اړتیا ډیره لیدل کیږي او هغه کیفیت د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسه کي موجود دی

همدارنګه د کندهار والي ښاغلي حیات الله حیات د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د تحصیلي خدماتو د ستایني په موخه د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې ته ستاینلیک ورکړ

ورپسي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې څوارلس (14) اداري کارمندانو ته ستاینلیکونه وویشل سول او تر هغه وروسته تمثیلي پارچه او اتڼ وړاندي سو او غونډه پای ته ورسېده