زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د معالجوي طب پوهنځي فارغ التحصيل تعریف



د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې معالجوي طب علمي پروګرام د افغانستان خصوصي او دولتي روغتونونو، انستيتیوتونو، طبي مؤسساتو او نورو اړوند ادارو له پاره د متخصصو او مسلکي کادرونو د تربيې په موخه ايجاد سوی دئ. پر همدې بنسټ د معالجوي طب علمي پروګرام هغه کس د لیسانس دورې فارغ التحصيل په توګه پېژني چي د ورځي له طرفه ئې (۲۳۰) کريډيتونه په اووه کلنه دوره (۱۲ سمسټرونه نظري او عملي زده کړي او يو کلن ستاژ) کي تکميل کړي وي او له پوهي، مهارتونو او سلوکو سره - سره یې لاندي شرایط پوره کړي وي

د پوهي په برخه کي: د معالجوي طب علمي پروګرام فارغ التحصيل بايد پر لاندي موضوعاتو حاکم وي

  • روغتيايي ستونزو ته تشخيصيه او تفکري حل لاري موندل
  • له همکارانو او ناروغانو سره د افهام او تفهيم وړتیا لرل
  • ممسلکيتوب او د نورو پوهولو وړتیا لرل
  • زده کړي موضوعات په عملي ساحه کي پلي کول

همدا راز د ژبي مهارتونه (اورېدل، لوستل، ليکل او ویل) ولري تر څو وکولای سي د معالجوي طب علمي کادر په توګه ټولني ته خدمت وکړای سي

د مهارتونو په برخه کي

د معالجوي طب علمي پروګرام فارغ التحصيل هغه څوک دئ چي د ناروغۍ له تشخيص، درملني، تداوۍ، لږ تر لږه له يوې بهرنۍ ژبي، ښه مديريت، کمپيوټر،، علمي پروګرامونو دائرولو ... سره اشنايي ولري او په دې برخو کي خپلي ستونزي حل کړای سي

د سلوکو په برخه کي

د معالجوي طب علمي پروګرام فارغ التحصيل هغه څوک دئ چي د عالي اسلامي، انساني او اخلاقي ارزښتونو، د هيواد نافذه قوانينو، اکاډميک اخلاقو او وطندوستۍ په نظر کي نيولو د معالجوي طب علمي پروګرام زده کړي، مهارتونه یې حاصل کړي او د مضامينو محتوی یې تطبيق کړي؛ دې يادو ټولو ارښتونو ته ژمن او له هر ډول تبعيض او تعصب څخه پاک وي

د معالجوي طب علمي پروګرام فارغ التحصيل پورته تعريف د طب پوهنځي علمي شورا (۷) پروتوکول له مخي په (۱۳۹۸/۵/۳۰) هـ ش نېټه او د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې علمي شورا له خوا په (۱۳۹۸/۵/۳۱) نېټه تائيد سوی دئ