طب پوهنځی
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې طب پوهنځی په کندهار کي د مسلکي روغتیايي کادرونو روزني په موخه د مؤسسې له تأسیس سره سم په کال ۱۳۹۱ل. کي د ثور میاشتي په ۴مه نېټه تأسیس سو. په پیل کي یې د محصلانو شمېر «۹۵» تنه وو چي د «۶» تنو مجربو استادانو په مرسته روزل کېدل؛ اوس یې د نارینه او ښځینه فارغ سوو او برحاله محصلانو شمېر تر اته سوه اوړي. طب پوهنځی د کندهار ولایت له عصري او معیاري روغتونونو سره قراردادونه لري او محصلان د عملي زده کړو له پاره یادو روغتونونو ته معرفي کوي. طب پوهنځی، همدارنګه، د محصلانو او استادانو د علمي څېړنو له پاره مالي سرچینې ځانګړي کړي دي. طب پوهنځی په تشکیل کي د پوهنځي ریاست، معاونیت، کلینیک څانګي آمریت، پاراکلینیک څانګي آمریت، تدریسي مدیریت، اجرائیه مدیریت او د څانګو اجرائیه مدیریتونه لري. د طب پوهنځي نظري ساعتونه په صنف او عملي ساعتونه یې په مربوطه لابراتوار کي پر مخ وړل کېږي. هر استاد د سمسټر په پیل کي محصلانو ته کورس پالیسي ورکوي او له کوریکولم سره سم تدریس کوي. همدارنګه ځیني مضامین په آنلاین ډول د نورو هيوادونو مسلکي کسانو له لوري محصلانو ته تدریسېږي.
لیرلید
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې طب پوهنځی به د سيمي په کچه د طب په ډګر کي داسي کادرونه وروزي چي علمي څېړني، خدمات او لاس ته راړوني یې د هیواد د پرمختګ سبب سي.
رسالت
د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې طب پوهنځی د مسلکي او اخلاقي معیارونو په رڼا کي په بېلابېلو طبي څانګو کي د مسلکي کسانو روزلو په موخه اکادمیک چاپېریال رامنځ ته کولو له پاره هلي ځلي کوي.
بنسټیز ارزښتونه
- د منځنیو زده کړو څخه فارغ او ممتاز زده کوونکي د کانکور له لاري جذبول
- د مهالوېش مطابق د ټاکل سوي درسي نصاب مطابق درسي چاري مخ ته وړل
- محصلان په طبي مهارتونو سمبالول
- د لوړو زده کړو د قوانینو په رڼا کي په طبي برخه کي تر لېسانس کچي علمي کادرونه روزل
- د هيواد بچیانو علمي کچه لوړول
- د هېواد په بیا رغولو او پرمختیا کي د ونډي اخیستلو په موخه کارپوه کادرونه روزل
ستراتېژيکي موخي
- بنسټیز تأسیسات ودانول
- مالي او اداري چاري تنظیمول
- کیفیت لوړول او اعتبار ترلاسه کول
- د ټولني په پرمختګ کي ونډه اخیستل
- د پوهنځي ظرفیت لوړول
- علمي او څېړنیز فعالیتونه ډېرول