د ملالۍ پوهنتون اتمه علمي شورا د عمومي رئیس ښاغلي پوهنیار ډاکټر نور خالق نور په مشرۍ پرون شنبه (۱۴۰۵/۸/۳۰ ل.) د غونډو په تالار کي دائره سوه.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد د علمي شورا ګډونوالو ته د دیني او دنیوي چارو اړوند ارزښتناکه خبري وکړې او خپلي سپارښتني یې ورسره شریکي کړې.
د علمي شورا منشي ښاغلي ن. پوهنیار نصیب الله ژمن د تیر مجلس پریکړو ته کتنه وکړه او د تطبیق راپور یې له ګډون والو سره شریک سو. له هغه وروسته د آجنډا مطابق په لاندي مهمو موضوعاتو بحث وسو او په اړه یې پريکړې ونیول سوې:
- د کادري روغتون چاري تعقیبول
- د نوو لابراتوارونو ایجاد او موجوده د لابراتوارونه تجهیزول
- د علمي چارو ارزونه
- د نوو علمي پروګرامونو د ایجاد پروسه تعقیبول
د پورته موضوعاتو ترڅنګ د اصلي کمېټو پرېکړي وکتل سوې او له بحث وروسته تأیید سوې.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University