د طب پوهنځي د ۱۴۰۵ ل. کال، د سرطان میاشتي ممتاز محصل ښاغلی احمد ولي ولي د سردار ولي زوی دئ. ولي اوس د طب پوهنځي اتم ټولګي محصل دئ چي په اووم ټولګي کي اول نمره سوی و.
ولي د سیدالخان عالي لېسي څخه په ۱۴۰۱ ل. کال کي فارغ سوی چي تر څنګ یې بېلابېل ژبني او کمپیوټري مهارتونو زده کړي دي.
ښاغلی ولي د تحصیل او ملالۍ پوهنتون اړوند داسي لیکي:
تحصیل د ژوند له پاره په تیاره کي د رڼا په څېر اهمیت لري، تعلیم او تحصیل موږ خپل رب تعالی او ځان پېژندني ته رابولي، تر څو وکولای سو د خپل ژوند او آخرت اهداف په مناسب ډول ترلاسه کړو.
زه د ملالۍ پوهنتون له استادانو او اداري کارمندانو څخه راضي یم، دا هغه مرکز دئ چي زموږ د راتلونکي له پاره اغېزناک کارونه کوي تر څو موږ وکولای سو ټولني ته غوره خدمات وړاندي کړو.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University