نن جمعه (۱۴۰۴/۱۱/۳ ل.) له کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په حضور کي له شاوخوا یونیم سل کسانو څخه نهه ویشتم عمومي کانکور واخیستل سو.
د محصلانو د خدماتو انسجام آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د ویناوو برخه را پیل او ټولو کاندید محصلانو ته یې ښه راغلاست ووایه، ورپسې یو تن کاندید محصل د قرآنکریم لنډ آیتونه تلاوت کړل.
عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي پیلیزه وینا وکړه او وې ویل: « د ملالۍ پوهنتون رهبري، استادان او اداري کارمندان د ټولني تکړه کسان دي او دلته مؤظف دي چي ستاسو له پاره غوره خدمات ترسره کړي. تاسو به خپل انتخاب تل ویاړئ ځکه ملالۍ پوهنتون د تاریخ په اوږدو کي ټولني ته دا خبره ثابته کړي ده.»
له کندهار پوهنتون څخه د راغلي هیئت په استازیتوب ښاغلي پوهنوال سید عباس هاشمي وینا وکړه او وې ویل: « ځوانانو ته اړینه ده چي لوړو زده کړو ته په راسخه عقیده، کلک هوډ او پوره ژمنیتا ملا وتړي، ملالۍ پوهنتون د سیمي په کچه یو له معیاري تحصیلي بنسټونو څخه دی چي محصلان دلته کولای سي خپل تحصیلي خوبونه په واقعیت بدل کړي.»
د کانکور پارچو بکس د پوهنتون رهبري هیئت او کندهار پوهنتون څخه راغلي پلاوي په حضور کي د یوه تن کاندید محصل لهخوا خلاص سو، د ازمویني هیئت مسؤلینو ته پارچي ووېشلي او ازموینه رسماً پیل سوه.
د محصلانو چارو مرستیال او د آزموینو کميټې آمر ښاغلي ن. پوهنیار محمد الیاس کریمي د پوښتنو حلولو اړوند پوره معلومات له کاندید محصلانو سره شریک کړل.
د ازمویني له صحني څخه د کندهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي مولوي نور احمد ایوبي او د محصلانو چارو آمر ښاغلي رحمت الله رښتین د نظارت په موخه لیدنه وکړه.
د ملالۍ پوهنتون ۲۹ ام عمومي کانکور له هغو لس ګونو کاندید محصلانو څخه واخیستل سو چي د طب، حقوقو، سیاسي علومو او نړۍ والو اړیکو له پاره یې نوم لیکني کړي وې.
د یادولو وړ ده چي د عمومي کانکور نتایج به ژر اعلان او د دلوې میاشتي په ۱۴ مه، د سې شنبې په ورځ به متفرقه کانکور هم واخیستل سي.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University