Riparian Rights in Transboundary Rivers Between States
عتیق الله نورزی
د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي استاد
د اوبو حق (حق آبه): هغه بشري او قانوني حق دی چي له مخي یې افراد، ټولني او دولتونه د کافي، خوندي، د لاسرسي وړ او دوامداره اوبو څخه د معقول استعمال حق لري، په داسي ډول چي د نورو اړخونو (افراد، ټولني او دولتونه) حقوق، عامه ګټي او محیطي توازن ته زیان ونه رسوي.
د دولتونو د اوبو حق (حق آبه): د دولتونو د اوبو حق (حق آبه) د دولتونو هغه مشروع حق دی چي هر دولت ته اجازه ورکوي، ترڅو د ملي، نړیوالو او سرحدي اوبو د سرچینو څخه په منصفانه، معقول او دوامداره شکل استفاده وکړي، په داسي شکل چي د نورو شریکو دولتونو حقوق او عامه ګټي پکښي نقض نه کړي.
د سرحدي سیندونو د اوبو د حق آبې د تنظیم بنسټیز اصول
د سرحدي سیندونو د حق آبې دغه بنسټیز اصول په ۱۹۹۷ م کال کي د ملګرو ملتونو سازمان د عمومي اسامبلې له لوري د نړۍوالو اوبو کنوانسیون په چوکاټ کي جوړ او تأیید سول.
۱- د منصفانه او معقول استعمال اصل: هر شریک دولت حق لري چي د مشترکو سیندونو له اوبو څخه په منصفانه شکل سره استفاده وکړي، چي په دې کښي د دولتونو اړتیاوي او محیطي اغیزې په پام کي نیول کیږي.
۲- د زیان نه رسولو اصل: هیڅ دولت حق نه لري چي د سرحدي سیندونو د اوبو څخه په داسي شکل استفاده وکړي، چي په پایله کي شریک دولت ته اقتصادي یا محیطي زیان ورسوي. مثلا: په سرحدي سیندونو کي د کیمیاوي موادو آزمویني چي په پایله کي اوبه زهرجن او د استفاده وړ نه وي.
۳- د همکارۍ اصل: دولتونه باید د مشترکو سرحدي اوبو په مدیریت کي د یو بل سره همکاري وکړي. په دې کي د معلوماتو شریکول، ګډي څېړني او د اوبو د کمښت د بحرانونو مدیریت کول شامل دي.
۴- د معلوماتو د شریکولو اصل: یو دولت باید د سرحدي سیندونو د مشترکو اوبو څخه د استفادې مخکي نورو شریکو دولتونو ته خپل پلان څرګند کړي.
۵- د دوامداره مدیریت اصل: د سرحدي سیندونو د اوبو استعمال باید د چاپیریال ساتني، د راتلونکو نسلونو حقونو او د اوبو د اوږدمهاله شتون په نظر کي نیولو سره وي.
په نړیوالو قوانینو کي د سرحدي اوبو د حق آبې حق
په نړیوالو قوانینو کي سرحدي اوبه د شریکو دولتونو مشترکي سرچینې محسوب کیږي، یعني هغه سیندونه چي په دوو یا څو هیوادونو کي بهیږي اوبه یې د هماغه هیوادونو ترمنځ مشترکي دي. هر شریک دولت حق لري چي له سرحدي اوبو څخه په مشروع ډول استفاده وکړي، پرته له دې چي د نورو شریکو دولتونو حق نقض کړي.
دا اصل د ملګرو ملتونو سازمان د (۱۹۹۷) م کال د نړیوالو اوبو کنوانسیون کي منل سوی دی، چي له دې لاري څخه یو نړیوال حقوقي چوکاټ د سرحدي اوبو مشترک او مشروع استعمال تضمینوي.
د سرحدي اوبو د حق آبې اړوند په نړیواله کچه مهم قواعد، تړونونونه او کنوانسیونونه عبارت دي له؛ په (۱۹۹۷) م کال کي د ملګرو ملتونو کنوانسیون د نړیوالو اوبو د استعمال په اړه، په (۱۹۶۶) م کال کي د هلسنکي قواعد د نړیوالو سیندونو د اوبو د استعمال په اړه، په (۲۰۰۴) م کال کي، په (۲۰۰۸) م کال کي د ملګرو ملتونو د نړیوالو حقوقو کمیسیون د ځمکي لاندي سرحدي اوبو (Transboundary Aquifers) حقوقي مسوده، د برلین قواعد او همدارنګه د دولتونو ترمنځ دوه اړخیز او څو اړخیز تړونونه هغه مهمي سرچینې دي چي د حق آبې په برخه کي پرې استناد کیږي.
د حق آبې د ورکړي په برخه کي د دولتونو مکلفیتونه
دولتونه په سرحدي سیندونو او مشترکو اوبو کي شریکو دولتونو ته د حق آبې په ورکړي باندي مکلف دي، خصوصا هغه هیوادونه چي د سیند سرچینه له هماغه هیواد څخه راپیل کیږي او بیا نورو هیوادونو ته بهیږي. په دې برخه کي دولتونو ته ځیني مکلفیتونه متوجه کیږي، چي باید هغه په پام کي ونیسي. د حق آبې د ورکړي په برخه کي د مسؤلو دولتونو مکلفیتونه عبارت دي له؛ د اوبو د اصلي مسیر نه تغییرول، د سرحدي اوبو څخه مشروع استفاده ترڅو شریک دولتونه ترې متضرر نه سي، د اوبو څخه د هر ډول استفادې په پایله کي د شریکو دولتونو سره معلومات شریکول، د اوبو په استعمال کي د راتلونکو نسلونو حقونه په نظر کي نیول او د حق آبې د ورکړي په برخه کي ملي او نړیوال قوانین او تړونونه مراعتول یې عمده مکلفیتونه دي.
د سرحدي اوبو څخه د رامنځته کیدونکو شخړو د حل میکانیزمونه
ډیپلوماټیک مذاکرات، منځګړیتوب، حکمیت او قضایي حل (د عدالت نړیواله محکمه) د سرحدي اوبو د حق آبې په برخه کي د رامنځته سویو شخړو د حل لپاره نړیوال منل سوي میکانیزمونه دي.
د شخړو د حل دغه میکانیزمونه د (۱۹۹۷) م کال د ملګرو ملتونو د نړیوالو اوبو کنوانسیون په چوکاټ کي منل سوي دي، او ټینګار سوی چي دولتونه باید لومړی د خبرو اترو او منځګړیتوب له لاري موضوع حل کړي، مخکي له دې چي قضایي حل لاره ورته ولټوي.
پایله
د سرحدي سیندونو د اوبو حق (حق آبه) د نړیوال حقوقو په چوکاټ کي د دولتونو یو بنسټیز حق ګڼل کیږي چي د بشري اړتیاوو، چاپيریال ساتني او د دوامداره ګټو د خوندي کولو لپاره حیاتي اهمیت لري. د حق آبې له تعریف څخه څرګندیږي چي دولتونه د خپلو ملي او سرحدي اوبو له سرچینو څخه د مشروع استفادې حق لري. د اوبو منصفانه او معقول استعمال، د متقابل زیان مخنیوی او د همکارۍ او معلوماتو د تبادلې مکلفیت د سرحدي اوبو د تنظیم بنسټیز اصول جوړوي.
نړیوالو قوانینو او تړونونو ته ژمن پاتي کېدل، همکاري، د شخړو د حل د سوله ایزو لارو پیاوړتیا او د حقوقي همږغۍ پراختیا کولای سي چي د سرحدي سیندونو د حق آبې د عادلانه مدیریت لپاره یو دوامداره او باثباته چوکاټ رامنځته کړي. دا به نه یوازي د دولتونو ترمنځ باور زیات کړي، بلکي د راتلونکو نسلونو لپاره به د اوبو د سرچینو ساتنه او لاسرسی تضمین کړي.