Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د SPSS لس ورځنی کورس پیل سو!

1404-10-27

خبري پېښي







د څېړنیز مرکز د پلان له مخي؛ د مسلکي پرمختیايي مرکز په مرسته نن شنبه (۱۴۰۴/۱۰/۲۷ ل.) د ملالۍ پوهنتون په کمپیوټر لب کي د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي رئیس او د مالي او بانکي څانګي استاد ښاغلي پوهنیار عبدالله زیارمل په روزنه د SPSS پروګرام زده کړي لس ورځنی کورس پیل سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د څېړنیز مرکز آمر ښاغلي حبیب‌الرحمن رحماني د پیل وینا وکړه، هغه له ارائه کوونکي، ګډون‌والو او له کندهار پوهنتون څخه د منني ترڅنګ د ارائه کوونکي پېژندنه وړاندي کړه او د SPSS پروګرام په اړتیا وږغېد، د دې ترڅنګ یې د کورس د دائرېدو په څرنګوالي هم معلومات ارائه کړل. له هغه وروسته کورس د مخکنۍ آزمویني Pre Test په اخیستلو سره د ښاغلي زیارمل له خوا پیل سو چي د مهالوېش مطابق به لس ورځي دوام ولري. په یاد کورس کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو ګډون کړی و. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University