Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د مسلکي پرمختيايي مرکز ارزونه وسوه!

1404-10-25

خبري پېښي

د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز ارزونه تیره ورځ (چهارشنبه – ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ ل.) د لوړو زده کړو وزارت دوه کسیزه پلاوي (د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړاوي آمر محترم مفتي محمد سعيد مدني او د ياد آمريت د تخنيکي چارو کارپوه محترم احمد الله کاکړ) ترسره کړه. د پیل او ښه راغلاست مجلس د پوهنتون په عمومي ریاست کي دائر سو، د ملالۍ پوهنتون رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه، د علمي کادر غړو د مسؤلیتونو په اړه یې خبري وکړې او د هر راز مرستو ژمنه یې ورسره وکړه. د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید د پوهنتون د علمي کادر غړو د ظرفیت لوړولو په پروګرامونو وږغېد او د لاسته راوړنو معلومات یې له راغلو مېلمنو سره شریک کړل. د علمي کادر غړو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړاوي آمر ښاغلي مفتي محمد سعید مدني هم خبرې وکړې، له ملالۍ پوهنتون څخه یې مننه وکړه او د خپلي ارزوني پر اهمیت او اړتیا یې رڼا واچوله. ورپسې راغلي پلاوي د مسلکي پرمختیايي مرکز د ظرفیت لوړوني پروګرامونو شواهد د خپل چک لېسټ مطابق وکتل او د ترسره سوو فعالیتونو ستاینه یې وکړه؛ د دې ترڅنګ یې خپل نظریات له اړوند مسؤلینو سره شریک کړل. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University