Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

فکري انحراف مخنیوی او د ټولنیزو شبکو مناسب استعال!

1404-9-19

خبري پېښي

فکري انحراف څه دئ؟ څنګه رامنځ ته کېږي؟ ډولونه یې کوم دي؟ څنګه له فکري انحراف څخه مخنیوی کولای سو؟ ټولنیزي شبکي څه دي؟ کوم اضرار او کومي ګټي لري؟ د مسلمانانو په توګه یې باید څه ډول وکاروو؟ پورته ټول هغه موارد وو چي نن چهارشنبه (۱۴۰۴/۹/۱۹ ل.) د اسلامي ثقافت استاد ښاغلي حاجي مفتي سید احمد صابر یې په اړه مهم اصلاحي سمینار له ګډون والو سره شریک کړ. یاد سمینار د دعوت او ارشاد آمریت د پلان له مخي د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ټول موضوعات یې په تفصیلي بڼه د پوهنتون له رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو سره شریک سول؛ د دوی پوښتني جواب سوې او د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University