Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

طب اتم سمسټر د فوټبال پای لوبه وګټله!

1404-9-17

خبري پېښي







د ملالۍ پوهنتون ورزش کميټې د پلان له مخي چهارشنبه (۱۴۰۴/۹/۵ ل.) د معلولینو د نړۍوالي ورځي او له هغوی څخه د ملاتړ په موخه د فوټبال ټورنمنټ د دواړو پوهنځیو محصلانو ترمنځ پیل سوی و چي نن دو‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۱۷ ل.) د طب پوهنځي اتم سمسټر په بریا پای ته ورسېد. پای لوبه کي د طب پوهنځي لسم او اتم سمسټر لوبډلي یو د بل پر وړاندي ولوبېدي، اتم سمسټر محصلانو درې پر صفر له مقابل لوري څخه لوبه وګټله او د ټورنمنټ لومړی مقام یې خپل کړ. تر لوبي وروسته د ملالۍ پوهنتون د رهبري غړو له خوا د ټورنمنټ لوبڅار ښاغلي عبدالوارث پوپل او د ټورنمنټ دوو تنظیموونکو (قدرت الله غفوري او عزت الله نوري) ته مننلیکونه ورکړل سول، همدارنګه غوره ګول‌وهونکي ښاغلي رفیع الله او غوره ګول ساتونکی ښاغلي زلمي ته ډالۍ ورکړل سوې. اول او دوهم مقام ګټونکو ته کپ، مډالونه او نوري ډالۍ ورکړل سوې، یاد ټورنمنټ د معلولینو له حقوقو څخه د دفاع او ملاتړ په موخه دائر سوی و چي ۱۷ لوبډلو د ۱۲ ورځو په بهیر کي حذفي لوبي وکړې او پای لوبي ته دوه ټیمونه ووتل. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University