د ملالۍ پوهنتون طب پوهنځي د پلان له مخي د یاد پوهنځي مرستیال ښاغلي ډاکټر محمد یونس سلیمان او د فارمکولوژي مضمون استاد ښاغلي پوهنیار ډاکټر عصمت الله هاشمزي په ملتیا د اتم او نهم سمسټر محصلانو د کندهار له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه تیره پنجشنبه (۱۴۰۴/۹/۱۳ ل.) لیدنه وکړه.
له لیدني څخه مخکي د ښه راغلاست مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د سنو فارما تولیدي فابریکي عمومي رئیس ښاغلي حاجي محمد سعید صدیقي ټولو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه، د سنو فارما په اړه یې اړین معلومات له دوی سره شریک کړل او ترڅنګ یې محصلانو ته لازمي لارښووني وکړې. له هغه وروسته محصلانو ته د درملو د تولید پروسې اړوند ټول معلومات په ویډیويي بڼه ښکاره سول.
محصلانو په یاد علمي سیر کي د سنو فارما د درملو له ساتنځایونو څخه هم لیدنه وکړه او د اړوند څانګي مسؤل د درملو د ساتني اړوند ټول معلومات له دوی سره شریک کړل.
په پای کي د ملالۍ پوهنتون ورغلي هیئت له سنو فارما تولیدي فابریکي څخه مننه وکړه او د ګډو همکاریو ډاډ یې ورکړ، د سنو فارما استازو د هر راز همکارۍ ژمنه وکړه او علمي سیر یې د محصلانو له پاره ګټور وباله.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University