Connected successfully ملالۍ پوهنتون

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د دعوت او ارشاد د بورډ مجلس دائر سو !

1404-9-11

خبري پېښي

د دعوت او ارشاد آمریت د بورډ اووم مجلس نن سه‌شنبه (۱۴۰۴/۹/۱۱ ل.) د عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي په مشرۍ د غونډو په تالار کي دائر سو. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي مولوي فرید احمد د تير مجلس پرېکړو ته کتنه وکړه او وې‌ ويل چي ټولي پرېکړي تطبيق سوي دي. له هغه وروسته د آجنډا مطابق خبري وسوې چي مهم موضوعات یې دا وو: - د شکایاتو د اورېدو طرزالعمل تأییدولشش - ملالۍ پوهنتون ته د ټاکل سوو شیوخو کرامو دعوتول - د راتلونکي میاشتي له پاره د فقهي او عقیدوي سمینارونو پر موضوعاتو بحث کول - د انصاف او عدالت پالیسي د تطبیق له څرنګوالي څخه نظارت کول د مجلس مهم موضوعات وو چي تر هر اړخیز بحث وروسته یې په اړه پرېکړي وسوې. مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان او یوټیوب: Malalay University