د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي نن سهشنبه (۱۴۰۴/۷/۲۲ ل.) د ښاغلي انجینر عنایت الله عنایت له خوا د امازون آنلاین بازار پېژندني معلوماتي سمینار ارائه سو.
سمینار د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید پیلیزه وینا وکړه، له ارائه کوونکي او ګډونوالو څخه یې مننه وکړه او د سمینار په اهمیت یې خبري وکړې.
انجینر عنایت الله عنایت د سمینار موضوعات را پیل کړل او په لاندي موضوعاتو یې مفصل معلومات وړاندي کړل:
- تجارت څه دئ او آنلاین تجارت څه ته ویل کېږي؟
- امازون څه وخت او په کوم هدف پیل سوی و؟
- په امازون کي د کاروبار څرنګوالی څه ډول دئ؟
او د امازون د مهمو برخو پېژندل هغه موضوعات وو چي له ګډون والو سره شریک سول او د دوی پوښتني جواب سوې.
په پای کي د رسالت اکاډمي مسؤل ښاغلي احمد ضیا ظهیر د نوموړي کورس معلومات له ګډونوالو سره شریک کړل او په تړاو یې ټولي پوښتني جواب کړې. همدارنګه ښاغلي ظهیر له ملالۍ پوهنتون څخه مننه وکړه چي دا ډول پروګرامونو ته لاره هواروي.
په سمینار کي د پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و، چي د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University