Connected successfully ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

احزاب پېژندل او د احزابو جوړولو زیانونه!

1404-7-21

خبري پېښي

د کندهار د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون رئیس شیخ الحدیث سید محمد داود هاشمي نن دوشنبه (۱۴۰۴/۷/۲۱ ل.) د ملالۍ پوهنتون مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د احزابو د پېژندلو او د زیانونو په اړه یې اصلاحي بیان وکړ. مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، ورپسې ښاغلي شیخ هاشمي په لاندي مهمو موضوعاتو خپل چمتو کړي معلومات له ګډون‌والو سره شریک کړل: - د احزابو پېژندنه - په اسلامي شریعت کي د احزابو جوړولو څرنګوالی - د اسلام له ظهور وروسته د احزابو جوړولو زیانونه - په افغانستان کي د احزابو تاریخي سیر او زیانونه یې - ملي، سیمه ییز او نړۍوال فتنه جوړوونکي احزاب پېژندل او.... په سمینار کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون درلود چي د بیان په پای کي یې د خپلو پوښتنو جوابونه له ارائه کوونکي څخه ترلاسه کړل او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University