بروسیلوسیس یا حیواني “محرقه“ یوه ساري (انتاني) ناروغي ده چي د حیواناتو څخه انسانانو ته انتقالېږي. دا ناروغي د “بروسیلا“(Brucella) په نوم یو ډول باکټریا له کبله رامنځ ته کېږي او تر ډېره یې سرچینه غواګان، میښي، وزې، پسونه او ځیني نور څاروي وي.
د لیږد لاره:
۱. د ناروغ حیوان د شیدو، غوښې یا وینو له لاري
۲. د ناپخو (خامو) لبنیاتو لکه شیدې، مستې او پنیر له لاري
۳. د حیواني توکو سره د تماس پر مهال (په ځانګړي ډول د وترنر ډاکتر انو یا قصابانو له لاري
۴. کله ناکله د تنفس له لاري هم انتقالېږي.
نښې نښاني:
د بروسیلوسیس نښې نښاني تر ډېره له ستړیا، د بدن دردونو، سرګرځیدو، نازکې تبي، شپنۍ خولې او د بندونو د دردونو څخه عبارت دي. ځیني وخت دا ناروغي اوږدمهاله کېږي او د انسان پر غړو، بندونو یا حتی زړه هم اغیزه کوي.
درملنه:
که بروسیلوسیس پر وخت تشخیص سي، له څو اونیو انټي بیوټیک درملو سره ښه کیدای سي، خو که دا ناروغي نادیده ونیول سي، نو اوږدمهاله ستونزي راولاړولی سي.
را ټولوونکی: حضرت الله آغا قریشي
د طب پوهنځي محصل