د محصلانو د خدماتو انسجام مرکز د پلان له مخي د ۲۸ ام کانکور نوو کامیاب سوو محصلانو ته د ښه راغلاست مراسم پرون چهارشنبه، د روان ۱۴۰۴ ل. کال سنبلي میاشتي په ۲۶ مه نېټه د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي دائر سول.
مجلس د محصلانو د خدماتو انسجام مرکز آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال ګډونوالو ته د ښه راغلاست مقدمي په ویلو سره پیل کړ، یو تن نوي کامیاب سوي محصل د کلامالله مبارکو آیتونه تلاوت کړل، د محصلانو چارو مرستیال ښاغلي ن.پوهنیار محمد الیاس کریمي محصلانو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د پوهنتون پېژندني کتاب په اړه لنډ معلومات ورکړل او هغوی یې وهڅول تر څو یاد کتاب ولولي او له ټولو مهمو مسایلو ځان خبر کړي.
د طب پوهنځي سرپرست رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات محصلانو ته د طب پوهنځي اهمیت په اړه مهمي خبري وکړې، د پوهنتوني چاپيریال په تړاو یې معلومات ورکړل او له ټولو یې وغوښتل ترڅو په خپل مسلک کي هر ډول هلو ځلو ته ځانونه چمتو کړي.
عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي په خپلو خبرو کي محصلان بختور وبلل او وې ویل دا د الله تعالی لوی نعمت دی چي تاسو ته یې د تحصیل فرصت درکړی، هر ځوان ته لازمي ده چي دا وخت په عبثیاتو تیر نه کړي او په خپل شخصیت جوړونه کار را پیل کړي.
د ملالۍ پوهنتون د پېژندني په موخه د نشراتو او فرهنګي چارو آمریت په مرسته د محصلانو لارښود کتاب نوو محصلانو ته توزیع سو او د پوهنتون پېژندني ویډیو ورته خپره سوه. همدارنګه یو تن محصل شعر هم د مجلس له ګډون والو سره شریک کړ.
د مجلس دوهمه برخه سرګرمۍ ته ځانګړي سوې وه، له محصلانو څخه بېلابېلي پوښتني وسوې او سم جواب ویونکو ته ډالۍ ورکړل سوې.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد او تر هغه وروسته ګروپي انځور واخیستل سو.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University