Connected successfully ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه

زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د کیفیت لوړاوي د نوي چوکاټ د معیارونو ورکشاپ پیل سو!

1404-6-26

خبري پېښي







د کیفیت لوړاوي د نوي چوکاټ د معیارونو ورکشاپ پیل سو! د کیفیت لوړاوي کمېټې د پلان له مخي پرون سه‌شنبه (۱۴۰۴/۶/۲۵ ل.) د ژبو او مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د کندهار پوهنتون اقتصاد پوهنځي استاد او د کیفیت لوړاوي آمر ښاغلي پوهنیار عبدالاحد زاهد په روزنه د کیفیت لوړاوي د نوي چوکاټ پېژندلو درې ورځنی ورکشاپ پیل سو. مجلس د قرآن‌کریم مبارکو آیتونو په تلاوت کولو پیل سو، د علمي چارو مرستیال ښاغلي پوهنیار عبدالرحمن سعید د کیفیت لوړاوي د نوي چوکاټ په اړه لنډ معلومات ارائه کړل او ګډون‌والو یې منظم ګډون او عملي کار ته وهڅول، همدارنګه یې له روزونکي، ګډون‌والو او کیفیت لوړاوي آمریت څخه مننه وکړه چي دا ډول مهم پروګرامونه دائروي. د ورکشاپ اوله ورځ د مخکنۍ آزموینه یا Pre-Test له اخیستو وروسته د ښاغلي زاهد له خوا پیل سوه چي د کیفیت لوړاوي د معیارونو پر پېژندلو، اهمیت، تاریخچې او پنځو معیارونو یې نظري درس او عملي کارونه ترسره کړل. په ورکشاپ کي د مؤسسې رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو ګدون درلود، ګډون والو د خپلو پوښتنو جوابونه له روزونکي څخه ترلاسه کړل او د ورکشاپ اوله ورځ د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده. یاد درې ساعته ورکشاپ به درې ورځي دوام وکړي چي په ترڅ کي به یې د کیفیت لوړاوي د نوي چوکاټ اصلي او فرعي معیارونه له شاخصونو سره تشریح کړل سي. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University