د طب پوهنځي د پلان لهمخي د پيسيبي اول او پيسيبي دوهم صنفونو محصلانو په بېلابېلو موضوعاتو خپل سمینارونه پرون شنبه (۱۴۰۳/۲/۸ ل.) د مسلکي پرمختيايي مرکز په تالار کي ارائه کړل.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، پیلیزه وینا د مؤسسې علمي مرستیال ښاغلي عبدالرحمن سعید وکړه، د عملي کارونو ګټي یې بیان کړې، محصلان یې عملي کار ته وهڅول او د پوهنځي له استازو یې وغوښتل چي د عملي کارونو په برخه کي خپل فعالیتونه لا ډېر کړي.
ورپسې د طب پوهنځي محصل عبدالصبور کاکړ د Recombinant DNA او وقاص احمد د Fingerprint په تړاو خپل موضوعات له ګډون والو سره شریک کړل، د دوی پوښتنو ته یې جوابونه وویل او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
د سمینارونو ارائه کولو بهیر د طب پوهنځي استاد ښاغلي ډاکټر رحمتالله معصوم په لارښوونه پیل سوی و چي پکښي د مؤسسې رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و.
#ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University