زموږ په اړه

پوهنځي او علمي پروګرامونه

علمي او خدماتي مرکزونه

د ځېړنیزو فعالیتونو معلومات


نشرات

محصلان او فارغان

طرزالعملونه، پالیسي ګاني او اصول

د ملاریا په اړه معلوماتي سمینار ارائه سو

1403-2-6

خبري پېښي

د طب پوهنځي استاد ښاغلي شفیع الله شمس له‌خوا نن پنج‌شنبه (۱۴۰۳/۲/۶ ل.) د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي د اپرېل ۲۵مې د ملاریا نړۍوالي ورځي په تړاو معلوماتي سمینار محصلان ته ارائه سو. د ملاریا ناروغۍ پېژندنه، د وروستیو آمارو او ارقامو په اړه ترسره سوې څېړني، د ملاریا ناروغۍ د پرازېټونو پېژندنه، د ناروغۍ علایم او د مخنیوي لاري چاري یې هغه مهم موضوعات وو چي په تړاو یې مهم معلومات له ګډون والو سره شریک کړل سول. یاد سمینار د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د نشراتو او فرهنګي چارو کمېټې د پلان له‌مخي د طب پوهنځي په مرسته په مسلکي پرمختیايي مرکز کي ارائه سو چي موخه یې د ملاریا وژونکې ناروغۍ په تړاو عامه معلومات خپرول وو. #ملالۍ_له_تیارو_څخه_رڼا_ته! ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe ټوېټر: Malalayedu لنکډان: Malalay University یوټیوب: Malalay University