شخصي حفظ الصحه څنګه وساتو؟
د پورته موضوع تر سرلیک لاندي پرون چهارشنبه (۱۴۰۳/۱/۸ ل.) د طب پوهنځي رئیس ډاکټر احمد شاه عمر د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي معلوماتي سمینار ارائه کړ.
تر سمینار مخکي د کلام الله مبارک آیتونه تلاوت سول، ورپسې عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي خبري وکړې، نوموړي وویل چي طهارت په ظاهري او باطني ډولونو وېشل سوی دئ، الله تعالی په خپله پاک ذات دئ او پاک خلک خوښوي، زموږ لهپاره د ظاهري طهارت تر څنګ ډېره مهمه ده چي په باطن کي هم پاک و اوسو.
تر مقدماتي ویناوو وروسته ښاغلي ډاکټر عمر خپل سمینار د لاندي موضوعاتو په ترتیب را پیل کړ:
شخصي حفظالصحه څه ده؟
ګټي یې څه دي؟
څنګه کولای سو یادي موضوع ته پاملرنه وکړو؟
او د شخصي حفظالصحې ډولونه کوم دي؟
په سمینار کي د مؤسسې رهبري هیئت، استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو ګډون کړی و.
مجلس د دعوت او ارشاد مسؤل ښاغلي محمد سلیم سلیم لهخوا د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University