د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د کیفیت لوړاوي کمېټې د پرېکړي لهمخي د علمي چارو مرستیال ښاغلي عبدالرحمن سعید لهخوا د پلان جوړوني، ارزوني او راپور ورکولو تګلارو تر سرلیک لاندي معلوماتي سمینار د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي ټولو اداري کارمندانو ته ارائه سو.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پيل سو او ورپسې د ښاغلي سعید لهخوا په لاندي مهمو موضوعاتو معلومات ارائه او د ګډون والو پوښتنو ته جوابونه وویل سول.
د پلانونو ډولونه پېژندل (ستراتېژیک پلان، عملیاتي، کاري او تدابیري پلان، انکشافي پلان)
د پلانونو د ارزوني تګلاري
د راپورونو جوړول او د سپارلو تګلاري یې
د سمینار موخه له پلان او راپور سره د اداري کارمندانو آشنا کول وو تر څو په راتلونکي کال کي د یادو سپارښتنو په نظر کي نیولو سره خپل پلانونه او راپورونه جوړ کړي.
مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University