ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې ته ښه راغلاست

ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسه د کره انساني، اسلامي، ملي او اخلاقي ارزښتونو په چوکاټ کې او د لوړو زده کړو له ليارې د هېواد او نړۍ د هر اړخيزه پرمختګ او د مسئوليتونو د ادا کولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د (٥٨) نمبر جواز په درلودلو سره د دوو پوهنځيو (حقوق او سياسي علوم او طب) له تاسيس سره خپل فعاليت د ٤، ٢، ١٣٩١ هـ ش تحصيلي کال څخه پيل کړ.

نوموړې مؤسسه د هېواد د جنوب غرب حوزې په مرکز کندهار ښار کې د عينو مېنې د ښکلي ښارګوټي په يوه مهمه برخه کې چې په آسانۍ سره د لاسرسي وړ دى، تاسيس شوى ده. ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې د اتلانو، نيکونو، اناوو او باباګانو په ټاټوبي کې د سيمې لرغوني او وياړلي تاريخ ته په کتلو سره تاسيس او په همدې مناسبت او د علم او فرهنګ د حماسو د بيا راژوندي کولو په موخه يې د ملالۍ نوم غوره کړى دى.

نور لوستل

ولي موږ وټاکئ؟

د سيمې، هېواد او نړۍ په هر اړخيزه پرمختګ کې ونډه اخيستل

مسلکي استادان

لیسانس، ماسټر، او دوکتور

ارام چاپيريال

هر ډول امکانات، سهولتونه، او ډاډمنه فضا

معياري تدريس

د سیمی، هیواد، او نړۍ په کچه تدریسی کیفی معیارونو ته رسیدګي

زموږ پوهنځۍ

موږ د هېواد د بيارغونې او هر اړخيز اقتصادي – ټولنيز پرمختګ په موخه په مختلفو تحصيلي څانګو کې د معياري تدريس، څېړنې او خدماتو د وړاندې کولو لپاره هلې ځلې کوو.

د راتلونکي کانکور لپاره انلاين نومليکنه وکړئ

انلاين نومليکنه

وروستۍ ليکني

د هوا بدلون او زکام : ځیني خلک په اوسني موسم کي د زکام لامل د هوا بدلون بولي، خو د هوا بدلون په مستقیم ډول زکام نه رامنځته کوي. بلکي هغه وایروسونه چي د زکام لامل کيږي د حرارت په کښته درجه کي ښه خپریږي او د حرارت کښته درجه د دوی د رامنځته کیدو امکان زیاتوي. د CDC(Center for disease control) په حواله د امریکا په لویه وچه کي هر کال میلونونه خلک په زکام اخته کیږي، چي د هغو له ډلي څخه یوازي ځوانان په کال کي (3) ځله د زکام په ناروغۍ اخته کیږي. زکام د ګڼ شمیر وایروسونو له امله رامنځته کیږي، خو تقریباً له نیمو څخه ډیر ئې د(Rhino virus) له کبله رامنځته کیږي. (Rhino virus) کولای سي چي په انسان کي یو عادي زکام رامنځته کړي، خو ځیني وخت هغه کسان چي د معافیت سیسټم ئې کمزوری وي؛ کولای سي د (pneumonia) او (bronchitis) سبب هم سي. (Rhino virus) عموماً د تماس او تنفس په مرسته د انسان وجود ته داخلیږي او د هغه څخه وروسته پر تنفسي لارو ځان موښلوي، تر هغه وروسته په ویش او نمو پیل کوي. د ځینو څیړنو په حواله (Rhino virus) د انسان د بدن د حرارت (37) سانتي ګریډ څخه کښته درجه کي ښه وده کوي، د انسان د پزې د خالیګاه د حرارت درجه (33) سانتي ګریډ ده، چي د (Rhino virus) لپاره یو مساعده او د ویش وړ د حرارت درجه ده. د ځینو نورو څیړنو په حواله یخه او وچه هوا د انسان پر معافیت اغېز کوي، نو د معافیت د کمزورۍ له امله د انسان معافیت د وایروسونو په لمنځه وړلو کي ناکام پاتي کيږي. نور لاملونه ئې هم سته لکه: ۱- د ویټامین D کمښت: د ژمي په ورځو کي عموماً د لمر د نه شتون له امله د انسان وجود په کافي اندازه ویټامین D نه تر لاسه کوي، د ویټامین D کمښت د معافیت په سیسټم مستقیم اغېز لري. 2- په ژمي کي د یخ له کبله دننه پاته کیدل: د یخ په موسم کي ټول هڅه کوي، چي کور او کارځای کي دننه پاتي سي او له اړتیا پرته د باندي ونه وځي، نوموړی وایروس په ګڼه ګوڼه او د خلکو یو ځای اوسیدلو څخه ډیر ژر خپریږي. 3- د یخي هوا د تنفس له کبله د پزي او هوائي لارو د رګونو تنګیدل (vasoconstriction) : د یخي هوا سره د تماس په وخت کي د پزې او هوائي لارو رګونه تنګیږي او نوموړي ساحي ته په کمه اندازه سره وینه او د ویني سپین حجرات (هغه حجرات چي د وایروسونو او باکټریاو په لمنځه وړلو کي دنده په غاړه لري) په کمه اندازه رسیږي، نو ځکه هلته د موجوده انتاناتو د لمنځه وړلو لپاره کافي نه وي. مخنیوی: 1- د ویټامین D لرونکو (supplement) او ویټامین D لرونکو غذاوو خوړل، لکه، هگۍ، ماهي غوښه، پنیر او شیدي 2- په معینه اندازه خوب کول 3- په معینه اندازه اوبه څښل، (حداقل 12 ګیلاسه د ورځي 4- په دائمي ډول سره د لاسونو پریولل 5- د ټوخي او پړنجي په وخت کي خولې ته پاک دستمال یا هم څنګل نیول، ( د لاسه نیولو څخه باید مخنیوی وسي) 6- د زکام لرونکي کسانو سره د ګډي غذا او اوبو څښلو څخه مخنیوی کول

نور لوستل

ځیني خلک په اوسني موسم کي د زکام لامل د هوا بدلون بولي، خو د هوا بدلون په مستقیم ډول زکام نه رامنځته کوي. بلکي هغه وایروسونه چي د زکام لامل کيږي د حرارت په کښته درجه کي ښه خپریږي او د حرارت کښته درجه د دوی د رامنځته کیدو امکان زیاتوي.

نور لوستل

اداري کارمندانو، ښوونکو او محصلینو ته د ترافیکي زده کړي روزنیز کورس د موټر چلوني لایسنسونه وویشل سول: تیره ورځ د (8/8/1397 سه شنبه) د کندهار ترافیکو ریاست له لوري د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې اداري کارمندانو، ښوونکو او محصلینو لپاره د یو لړ مراسمو په ترڅ کي د موټر چلوني لایسنسونه وویشل سول. همدرانګه د کندهار ترافیکو ریاست څلور تنو مامورینو ته د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې له خوا مننلیکونه ورکړل سول او د دوی هڅي ئې وستایلي. هيره دي نه وي، چي د موټر چلوني روزنیز کورس یوه میاشت دمخه پیل سوی و او دوي اوونۍ ئې دوام وکړ، چي ګڼ شمېر اداري کارمندانو، ښوونکو او محصلینو پکښي برخه اخیستي وه.

نور لوستل

ټولو فارغ التحصیل او برحاله محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چي د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې د کارموندني په مرکز کي نوم لیکنه وکړي، ترڅو خپله د خوښي وړ دنده ترلاسه کړي. د نوم لیکني لپاره د ملالۍ لوړو زده کړو مؤسسې کتابتون ته مراجعه وکړئ!

نور لوستل